په داسې شرایطو کې چې سیمهییز کړکېچونه، په ځانګړي ډول د ایران او امریکا ترمنځ، لا هم د نړیوال امنیت له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي، پاکستان هڅه کوي د منځګړیتوب رول ادا کړي او ځان د سیمې په معادلاتو کې د یوه مسوول او سولهپال لوبغاړي په توګه وړاندې کړي. د پاکستان د چارواکو ډیپلوماټیک سفرونه او د اسلاماباد له لوري د کړکېچونو د کمولو لپاره د مرستې اعلان ښيي چې دغه هېواد غواړي خپل سیاسي دریځ او نړیوال اعتبار پیاوړی کړي خو دا دریځ هغه وخت له جدي پوښتنو سره مخ کېږي کله چې ورسره هممهاله د افراطي ډلو د فعالیتونو په اړه راپورونه ورکول کیږي او ترڅنګ یې اندېښنې هم مطرح کیږي.
په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد دوو ګاونډیو — افغانستان او ایران — څو ځله د پاکستان په سرحدي سیمو کې د سولې او ثبات پر ضد د وسلوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلاماباده یې غوښتي چې د دغو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي. له بلې خوا، د داعش له ځینو غړو سره د تړاو لرونکو کسانو د پېژندلو یا نیولو راپورونه هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې خپاره شوي دي. که څه هم د پاکستان حکومت تل دغه ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې دا هېواد پخپله د ترهګرۍ له اصلي قربانیانو څخه دی، خو د داسې راپورونو تکرار د عامه افکارو او ځینو سیمهییزو لوبغاړو ترمنځ د دې هېواد د امنیتي سیاستونو پر اغېزمنتیا شکونه زیات کړي چې اصلي ټکر له همدې ځایه پیلېږي.
په نړیوالو اړیکو کې منځګړیتوب یوازې یو ډیپلوماټیک اقدام نه، بلکې یو سیاسي او اخلاقي پانګونه هم ګڼل کېږي. هغه هېواد چې غواړي د دوو د جنګیالیو لورو ترمنځ باور رامنځته کړي، باید د کورني امنیت او د افراطیت پر ضد مبارزې په برخه کې هم د پام وړ اعتبار ولري. که داسې نه وي، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې یو هېواد خپله د امنیتي تورونو سره مخ دی، څنګه کولی شي د نورو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو تضمین کوونکی شي؟
ښايي اسلاماباد د سیمهییزو خبرو اترو له لارې هڅه کوي هغه انځور بدل کړي چې په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د بهرني سیاست په اړه جوړ شوی دی. د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب نه یوازې د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو سبب کېدای شي، بلکې د پاکستان نړیوال دریځ هم پیاوړی کولی شي، خو د دې سټراټیژۍ بریا تر هر څه زیات د نورو لوبغاړو پر باور پورې تړلې ده؛ هغه باور چې یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې نه، بلکې د عملي او رڼو اقداماتو له لارې ترلاسه کېږي.
د افغانستان لپاره هم دا موضوع ځانګړې اهمیت لري، ځکه د افغانستان او پاکستان امنیتي وضعیتونه په داسې ډول سره تړلي دي چې د پولې هاخوا د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو اغېزې مستقیمې پر افغانستان پرېوځي. له همدې امله، سیمهییز ثبات هغه وخت پیاوړی کېدای شي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه یوه بېپرې او له جیوپولیټیکو ملاحظاتو څخه د پاکې پالیسۍ برخه وګرځي.
په پای کې، که پاکستان په ریښیتنې ډول غواړي په سیمه کې د یوه باوري منځګړي په توګه وپېژندل شي، نو اړ دی چې د ډیپلوماټیکو موخو او امنیتي کړنو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. سوله یوازې د سیاسي اعلامیو یا منځګړیتوبونو له لارې نه رامنځته کېږي، بلکې هغه وخت ریښینې بڼه مومي چې هېڅ افراطي ډله د یوه هېواد له خاورې څخه د ګاونډیو امنیت ګواښلی ونه شي. که داسې نه وي، هر څومره چې اسلاماباد د سولې په پروسو کې هڅه وکړي، د امنیتي تورونو سیوری به لا هم د دې رول اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
