تمه ده د افغانستان وضعیت د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تر رالتونکو دوو ورځو پورې ترسره شي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره «رباب فاطمه»، د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د دې ادارې غړو ته راپور وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي وضعیت، له اسلامي امارت سره د تعامل بهیر، د ښځو او نجونو حقوق، بشري وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې ارزول کېږي.
په همدې حال، په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او امنیت شورا غونډې، د افغانستان د یوه استازي له حضور پرته، اغېزمنې پایلې نه شي لرلای. هغه له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې په دغو غونډو کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون زمینه برابره کړي، څو د افغانستان نظر په مستقیم ډول واورېدل شي.
سهیل شاهین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «د افغانستان په اړه ټولې غونډه که هغه د امنیت شورا غونډه وي او یا نورې غونډې، څو چې د اسلامي امارت استازی پکې ګډون ونه لري، هغه بېاغېزې دي او مسایل نشي حل کولی.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې تر ډېره بې پایلې پاتې شوې دي. د دوی په وینا، د افغانستان د استازي له ګډون پرته د دغو غونډو دوام، د ستونزې د حل پر ځای، تر ډېره سیاسي موخې تعقیبوي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی د افغانستان له حضور پرته د دا ډول ناستو په اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوی: «په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په اړه ډېرې داسې غونډې شوې چې د افغانستان استازی په کې حاضر نه و. دا غونډې د افغانستان د خلکو پر ځای سیاسي موخې لري او د افغانستان د ګټو لپاره هېڅ اغېز نه لري.»
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت په اړه غونډې کړې دي، خو په دغو غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې. د اسلامي امارت چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان د استازي له ګډون پرته دا غونډې بېاغېزې دي او په خبره یې د هېواد د وضعیت د څېړلو لپاره باید د افغانستان نظر هم واورېدل شي.
