د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې له شته فرصتونو پر ښیې استفادې ټینګار شوی

د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې له شته فرصتونو پر ښیې استفادې ټینګار شوی

کابل؛ افاق خبري اژانس: بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې، د افغانستان او روسیې ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه پر ښیې استفادې ټینګار کړی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې، اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی، او په دې برخه کې هڅې د هېواد او سیمې لپاره په ګټه دي.

ضمیر کابلوف هم په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او د نشه‌يي توکو په اړه یې د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه ناسم بللي.

په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د روسیې او افغانستان ترمنځ د دوو‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا او سوداګرۍ کچې پر لوړولو هم خبرې کړې دي.

مطالب بیشتر:  ایران کې د نظام بدلون خبرداری؛ آیا دا بدلون ممکن او اسانه دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *