د اسلامي امارت د مشر لخوا ۴۹ کورني معیارونه تایید شول

د اسلامي امارت د مشر لخوا ۴۹ کورني معیارونه تایید شول

کابل؛ افاق خبري اژانس: د معیار او کیفیت اداره وايي، ۴۹ کورني معیارونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي کمېسیون تر تایید وروسته، د اسلامي امارت د مشر له لوري منظور شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په تایید شویو معیارونو کې د ودانیزو توکو، الکټروټکنیک او مخابراتو، خوراکي توکو، کرنیزو محصولاتو، درملو، نساجي، څرمن، کاغذ، چاپېریال ساتنې، کیمیاوي توکو، طبي تجهیزاتو او کانونو اړوند معیارونه شامل دي.
بلخوا، په کابل ښار کې د معیار او کیفیت ادارې د پایپ جوړولو د څلورو فابریکو د فعالیتونو څارنه هم کړې، څو د کورنیو معیارونو رعایت، د تولیداتو کیفیت او له تخنیکي غوښتنو سره سم تولیدات وکړي.

یاده اداره زیاتوي، چې د تولیدي مرکزونو دوامداره څارنه د بې‌کیفیته محصولاتو د مخنیوي، د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو، د مصرفوونکو د حقونو د ساتنې او پر داخلي محصولاتو د خلکو د باور زیاتولو په موخه ترسره کېږي.

مطالب بیشتر:  پر نړۍواله ټولنه د ملا برادر غږ؛ لګېدلې بانکي محدودیتونه مو پای‌ته ورسوئ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *