کابل کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه غونډه شوې

کابل کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه غونډه شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کابل ولایت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه د کابل د مرستیال والي عبدالعلي قدرت‌الله امیني په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د راستنېدونکو کډوالو او د کډوالو د کمپونو د ستونزو، اړتیاوو او د مرستندویه مؤسسو د همکاریو په اړه خبرې شوې.
د غونډې ګډونوالو د ژمي له رارسېدو سره سم د کډوالو ستونزو ته د ځانګړې پاملرنې او د اړوندو ادارو له لوري د خپلو فعالیتونو د راپور ورکولو پر اړتیا هم ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي، څو راستنېدونکو ته د کارموندنې او سرپناه برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

مطالب بیشتر:  تر شپږ میاشتنۍ چوپتیا وروسته؛ ټرمپ د افغان متحدینو لېږد ژمنه تازه کړه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *