ترکمنستان غواړي په تورغندۍ بندر کې لوژسټیکي کمپلیکس جوړ کړي

ترکمنستان غواړي په تورغندۍ بندر کې لوژسټیکي کمپلیکس جوړ کړي

کابل؛ افاق خبري اژانس: یوه  ترکمنستاني ساختماني شرکت په شانګهای کې د ترکمنستان-چین سوداګریز کنفرانس په لړ کې د افغانستان په تورغندۍ بندر کې د عصري ګودام او لوژستیکي کمپلیکس جوړولو پلان وړاندې کړی.

د راپورونو له مخې، په دې کنفرانس کې، چې د نومبر په ۶ او ۷ نېټه ترسره شو، (اوجار اسیا) شرکت د ټرانسپورټ، لوژستیکي او کرنیزو صنعت په برخه کې خپلې طرحې او زیربنايي پروژې پانګوالو او د چینایي شرکتونو استازو ته وړاندې کړې.

د تورغندي په بندر کې د ګودام او لوژستیکي کمپلیکس پروژه د نړیوالې همکارۍ او ګډون لپاره د دغه شرکت له مهمو پروژو څخه وه.

په دې کنفرانس کې د ترکمنستان او چین د دولتي ادارو او خصوصي سکتور له ۵۰۰ څخه زیاتو استازو ګډون کړی وو، او د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ او لوژستیکي لارو پر پراختیا په کې خبرې شوې دي.

مطالب بیشتر:  پاکستان بندرونه تړي، چین دروازې پرانیزي!

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *