کابل؛ افاق خبري اژانس: د پروان د عامې روغتیا ریاست د صف مؤسسې په همکارۍ، د دغه ولایت روغتیايي کلینیکونو ته د ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت ۳۰ ډوله طبي او ۱۱ ډوله غیرطبي وسایل ووېشل.
د پروان د عامې روغتیا رئیس نیازمحمد مخلص وایي، په دغو وسایلو کې د CTG، فوتوتراپي او د ناروغانو د څارنې ماشینونه هم شامل دي، چې په وېش سره به یې د روغتیايي مرکزونو د خدمتونو ظرفیت لوړ او ناروغانو ته به د درملنې اسانتیاووې زیاتې شي.
