کابل؛ افاق خبري اژانس: ننګرهار کې د ډينکي ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتي شوې. د دغه ولایت د انتاني ناروغيو د درملنۍ پنځوس بستریزه روغتون مسوولین هم د تېر په پرتله د دغې ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي خبره کوي. دوی زیاتوي، په تېره يوه اونۍ کې له ۷۰۰ زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۴۴۷ ناروغان بستر او پاتې يې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د انتاني روغتون مسوولین وايي، دری ټيمونه یې په مشخصو شویو سیمو کې په عامه پوهاوي، درمل شیندنو ، تشخیص او درملنه بوخت دي.
ډينکي يوه ساري ویروسي ناروغۍ ده، چې تبه، د سترګو درد، سر درد، نس ناستی او په ځينو نورو نارغیو اخته نارغانو کې د سپینې وينې کمښت يې مهمې نښې دي او روغتياپوهان يې د مخنيوي لپاره د پشهخانو استمعال، او درملو شیندونه مهمه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان WHO هم د روان میلادي کال د نومبر په ۷مه نېټه په ختیځو ولایتونو کې د ډينکي ناروغۍ د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړي او خلکو ته يې د غوماشو له چیچلو څخه د ځان ساتنې، د جالیو کارونې د کورونو شاوخوا ډنډ اوبو د لمنځه وړلو او د نښو نښانو په لیدلو سره ژر تر ژره روغتيايي مرکزونو ته د تګ سپارښتنې کړي دي.
