فطرت: د اسلامي امارت وسله‌وال مخالفین د پاکستان له خوا تمویلېږي

فطرت: د اسلامي امارت وسله‌وال مخالفین د پاکستان له خوا تمویلېږي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي، هغه کسان چې د اسلامي امارت پر ضد جبهې جوړوي افغانان نه دي او د پاکستان له خوا تمویل او تجهیز کېږي.

نوموړي، د اسلامي امارت وسله‌وال مخالفین د پاکستان له مالي او لوژستیکي ملاتړ څخه په ګټې اخیستنې تورن کړل.

هغه دا څرګندونې نن په کابل کې د عبدالله بن مسعود له محاربوي روزنیز مرکزه  له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو منسوبینو په فراغت غونډه کې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او د پاکستان پوځ وخت نا وخت پر افغان خاوره هوايي بریدونه کوي.

مطالب بیشتر:  کابل ته د مسعود پزشکیان احتمالي سفر؛ دوه اړخیزو اړیکو کې د نوي څپرکي پرانیسته

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *