جلال اباد ښار کې د رغنیزو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې

جلال اباد ښار کې د رغنیزو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ننګرهار مرکز جلال اباد  ښار کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ قراردادي شرکتونو د يو شمېر اساسي پروژو چارې پیل کړې، چې د دغه ښار اوسېدونکي يې د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي او وايي، د تګ راتګ پرمهال يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوي د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي، چې پر پروژو څار زیات او په قراردادي شرکتونو فشار راوړي، ترڅو يې چارې چټکې کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۵ مالي کال کې يې د ۴۱ پروژو چارې پیل کړې، چې ځينې بشپړې شوې او د ځينو چارې رواني دي.

جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د پیل شويو پروژو له جملې د تالاشي او مخابراتو ترمنځ د لوي لارې په اوږدو کې د يوې پروژې مسوول انجنیر محمد ابراهیم، د تګ راتګ پر مهال د خلکو ستونزې مني او زیاتوي، په دغه ځای کې د برېښنا پایو، اوبو پیپونو، انټرنیټي لاینونو او ځينو نورو لاملونو له امله يې چارې يو څه ټکنې شوې، خو ډاډ ورکوي، چې ډير ژر به يې عملي چارې پیل شي.

د ښاروالۍ مسوولین بیا ولس ته ډاډ ورکوي، چې د هرې پروژې په پار يې ځانګړې ټيمونه ګمالي او هڅه کوي، ټولې پروژې په ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي.

جلال اباد ښار کې اوسمهال د بارانې اوبو د ډنډېدو د مخنيوي په موخه د  سیخداره ویالو، پلچکونو، ګلدانونو او په بېلابېلو ناحیو کې د ښاروالۍ او ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مالي مرسته رغنیزې پروژې رواني دي، چې د مسوولینو په وینا ګڼ شمېر بې روزګارو وګړو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

مطالب بیشتر:  کډوالو چارو وزارت: تر سلواغې میاشتې څه د پاسه ۶۲ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *