کوربه مسعود مطمین د «آفاق» په دې خبري ټولګه کې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز له مشر مختار حاتف سره د امریکا د جمهوريغوښتونکو او ډیموکراټانو ترمنځ د وروستیو سیالیو او د ټاکنو د پایلو په اړه بحث کوي. همداراز، د کاپ په غونډه کې اسلامي امارت ته د بلنې، ایران ته د امریکا د جګړې د نهزغم په اړه د تهران د تازه څرګندونو او پر ټرمپ د نیوکو په اړه معلومات وړاندې کوي.