کابل؛ افاق خبري اژانس: د استادانو د تېرو دوه کلونو علمي څېړنو او اثارو نندارتون د ننګرهار پوهنتون لخوا جوړ شوی چې د استادانو ليکل شوي اثار په کې نندارې ته اېښودل شوی دي.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستيال وايي، دا څېړنې يې د دې ولايت د ۳۲ امارتي ادارو سره شريکې کړې، ترڅو د کارونو د لا بهبود او پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلي.
د دغه علمي څېړنو ننداره ته له کابل پوهنتون د ښوونکو او محصلينو په علمي سفر راغلي هم وايي، د پوهنتونو او ادارو ترمنځ د علمي څېړنو د معلوماتو شريکول ،خورا مهم اقدام دی.
محصلين بيا د علمي څېړنو او اثارو د دغه ډول نندارتونونو جوړول د ظرفيت لوړونې برخه کې خورا اغيزمن بولي او د دا ډول نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د څېړنو برخې هڅې چټکي شوې او تر دې وړاندې په دغه ولايت کې په څو علمي کنفرانسونو او غونډې جوړې شوې دي.
