عبدالرحمن منیر: ځینې کړۍ د نشه‌یي توکو د مبارزې لاسته‌راوړنې پټوي

عبدالرحمن منیر: ځینې کړۍ د نشه‌یي توکو د مبارزې لاسته‌راوړنې پټوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر وايي، ځینې کړۍ هڅه کوي د نشه‌یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت لاسته ‌راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي او نړیوالو ته د افغانستان د وضعیت په اړه ناسم انځور وړاندې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د نشه‌یي توکو د قاچاق او لېږد د مخنیوي او کنټرول په اړه په یوه دوه ورځني روزنیز سیمینار کې کړې دي.
منیر د نشه‌یي توکو استعمال حرام بللی او له ولایتي مدیرانو، په ځانګړي ډول د سرحدي ولایتونو له مسؤولینو یې غوښتي چې د نشه‌یي توکو د قاچاق او هېواد ته د هغو د لېږد د مخنیوي لپاره جدي او اغېزمن تدابیر ونیسي.
په دغه سیمینار کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ۲۸ ولایتي مدیرانو او اداري او عملیاتي کارکوونکو ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې د تېر ۲۰۲۵ کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه له ۱۰رزو هکتارو ۴۳زرو هکتاره ځمکې ته زیاته شوې ده.

مطالب بیشتر:  په امنیتي ارګانونو کې د نظم راوستو هڅې؛ د یونیفورم اغوستل جبري شول

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *