بهرنیو چارو وزارت: درېيم هېوادونه باید د بل هېواد وګړو د برخليك پر سر معامله ونه کړي

بهرنیو چارو وزارت: درېيم هېوادونه باید د بل هېواد وګړو د برخليك پر سر معامله ونه کړي

کابل؛ افاق خبري اژانس: بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اسلامي امارت د امريكا لخوا پاكستان ته د افغان كډوالو د لېږد په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي، له افغان وګړو سره بايد د نړیوالو قوانينو، منل شويو اصولو او د انساني كرامت پر بنسټ چلند وشي.

په خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي، څو د افغان کډوالو پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي او د افغان وګړو د برخليك په اړه هر ډول پرېګړه د روښانه دوه اړخيزه تفاهم، لازمې همغږۍ او د اړوندو اشخاصو د حقونو په پام كي نيولو سره ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي، درېيمو هېوادونو ته نه ښايي د بل هېواد د وګړو د برخليك په اړه د امتيازاتو ترلاسه کولو په هدف معامله وكړي او منل شوي بشري معيارونه تر پښو لاندې کړي.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، اسلامي امارت د افغان وګړو د حقونو ساتنه خپل مسووليت كڼي او چمتو دی د دواړو خواوو د مشروع اندېښنو په پام كې نيولو سره، په دي برخه كې عملي تعامل وكړي.

 د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې، امریکايي رسنیو د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي، د کډوالو د حقونو فعالانو او د نیول شویو کسانو د کورنیو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي، لسګونه افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي په یوه ځانګړې الوتنه کې پاکستان ته ولېږدوي.

مطالب بیشتر:  د راستنېدونکو کډوالو شمېر زیاتوالی؛ د چنګاښ له پیله څه باندې ۳۵۱ زره تنه راستانه شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *