کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري پکتيا کې د سويل ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د درملنې مرکز پرانیستل شو، چې په يو وخت د ۱۵۰ ناروغانو د ساتنې او درملنې ظرفيت لري.
د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شهابالدین دلاور ویلي، د بېې وزلو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي ترڅنګ، د رواني ناروغانو درملنه او ساتنه هم د دې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړي زیاته کړې، په کابل او د هېواد په ټولو زونونو کې د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکزونه لري چې دا مهال شاوخوا ۱۵۰۰ ناروغان پهکې تر درملنې او پالنې لاندې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس همدارنګه ویلي، د اسلامي امارت پر وړاندې هېواد کې د بې وزلۍ په اړه منفي تبلیغات کېږي، خو د دوی ټولنه د بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوی خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې رييس له خلکو هم غوښتي، هره سيمه کې بې وزله او بې سرپرسته کورنۍ او رواني ناروغان دغې ټولنې ته معرفي کړي.
