د ایران او امریکا جګړه؛ د پنټاګون پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ایران او امریکا جګړه؛ د پنټاګون پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ایران او امریکا ترمنځ د تازه نښتو څپه، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې دوام لري، د هرې ورځې په تېرېدو سره یې لمن پراخېږي او دواړو لورو د تېرې شپې په اوږدو کې پر یو بل د سختو بریدونو خبر ورکړی دی. د ایران پوځ ویلي چې د تالندې (صاعقې) عملیاتو په اتلسم پړاو کې یې په کویټ کې د امریکا پرمختللي هیمارس توغندیز سیستمونه په نښه او له منځه وړي دي.
«شېبه وړاندې د تالندې عملیاتو په اتلسم پړاو کې، د کویټ په عریفجان اډه کې د امریکا ترهګر پوځ د هیمارس توغندیو د ځای پر ځای کېدو سیستمونه، د توغندیزو بریدونو په وسیله هدف وګرځول شول».
په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران پر وړاندې د بریدونو د تازه څپې له پای ته رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې امریکایي ځواکونو په دې بریدونو کې د ایران د پوځي قوماندانۍ مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي دي.
سنټکام ادعا کړې چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ دوام لري او زیاته کړې یې ده چې د مې میاشتې له پیل راهیسې یې د ۹۰۰ سوداګریزو بېړیو او ۴۵۰ میلیونه بېرله خامو تېلو د خوندي لېږد په اسانتیا کې مرسته کړې ده.
«امریکایي ځواکونو د ایران د پوځي قوماندانۍ مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړل، څو د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د بریدونو د دوام لپاره د ایران وړتیا کمزورې کړي».
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې دوام امریکایي ځواکونو ته هم پراخه مرګ‌ژوبله اړولې ده. سي‌بي‌اېس د امریکا د دفاع وزارت د ویاند له قوله ویلي چې د روانې میاشتې له اوومې نېټې راهیسې، د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکایي سرتېري ژوبل شوي دي.
شان پارنل زیاته کړې چې د ایران په بریدونو کې سرتېرو ته تر ډېره خفیفه مغزي ضربه رسېدلې او، د هغه په وینا، د ټپیانو له ډلې ۹۶ سلنه یې بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
«د روانې میاشتې د جولای له اوومې تر دې دمه، نږدې ۱۰۰ امریکایي سرتېري ژوبل شوي دي. هغوی هوډمن دي چې بېرته ډګر ته ستانه شي. د اوښتو زیانونو لویه برخه، خفیفه مغزي ضربه ده».
د ایران پر وړاندې د جګړې له امله، په امریکایي ټولنه کې د ټرمپ پر ادارې نیوکې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي. تازه د امریکا د کانګرس پخوانۍ استازې مارجري ټیلر ګرین په اردن کې د دوو امریکایي سرتېرو وژل کېدو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ټرمپ له ایران سره د هرمز تنګي د پرانیستلو پر سر، چې مخکې هم پرانیستی و، یوې غیرضروري جګړې ته داخل شوی دی.
«که تاسو د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره، چې له جګړې مخکې هم پرانیستی و، له ایران سره یوې غیرضروري جګړې ته نه وای داخل شوي، زموږ امریکایي ځواکونه به نه وژل کېدل… دې جګړې ته پای ورکړئ».
اخوا بیا په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني، د امریکا له لوري پر دارخوین اټومي تاسیساتو د بریدونو په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي او امنیت شورا ته اعتراضیه لیک سپارلی او د امریکا دا اقدام یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.
«د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څار لاندې، په قصدي ډول د سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو په نښه کول، د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د اساسنامې او د دغې ادارې د عمومي کنفرانس د پرېکړه‌لیکونو ښکاره نقض دی».
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او دواړه لوري د یو بل پر وړاندې بریدونو او متقابلو څرګندونو ته دوام ورکوي. شنونکي خبرداری ورکوي چې د شخړې پراخېدل نه یوازې سیمه‌ییز امنیت، بلکې نړیوالې انرژۍ او سمندري سوداګرۍ ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.

مطالب بیشتر:  خیرالله خیرخواه د جاپان له سفیر سره لیدنه کې د فرهنګي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *