غزې ته د بېړنیو بشري مرستو د رسېدو غوښتنه

غزې ته د بېړنیو بشري مرستو د رسېدو غوښتنه

کابل؛ افاق خبري اژانس: ډیموکراټ سناټور برایان شاټز وروسته له هغه چې د سختو بارانونو له کبله په غزه کې د لسګونو زرو فلسطیني بې‌ځایه شویو خیمې تر اوبو لاندې شوې، له اسراییلو غوښتي څو ژر تر ژره غزې ته د ساختماني موادو، د ژغورنې تجهیزاتو او د ژمنیو مرستو د ننوتلو اجازه ورکړي.

شاټز ویلي، چې د وروستیو بارانونو له امله له ۷۰زره د ډېرو کسانو خیمې په اوبو کې ډوب شوې او لسګونه زره فلسطینیان بیا ځلې بې ځایه شوي. د هغه په خبره په دې پېښه کې د دریو ماشومانو او یوې ښځې په ګدون څلور کسان وژل شوي دي.

دغه سناټور په غزه کې د روان وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تېلو او سون توکو پر وارداتو د اسراییلو دوامداره بندیزونو او د تجهیزاتو ویجاړولو د مرستې هڅې نورې هم ستونزمنې کړې دي.

مطالب بیشتر:  یوه آلماني شرکت د سړکونو جوړولو په برخه کې ۴۰۰ میلیونه ډالر پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *