کابل؛ افاق خبري اژانس: د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت ۱۲ لرې پرتې ولسوالۍ د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې.
د چارواکو په وینا، له دې وروسته به د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او له نړۍ سره به د اړیکو او معلوماتو د تبادلې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي لا هم د مخابراتو په برخه کې له ګنو ستونزو سره مخ دی او وخت ناوخت یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.
