د کونړ پر سیند د یوه کېبلي پل جوړولو چارې پیل شوې

د کونړ پر سیند د یوه کېبلي پل جوړولو چارې پیل شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کونړ پر سیند د ۴۸.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت کېبلي پل د جوړولو چارې پیل شوې.

د کونړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د استازي حاجي مسعود په وینا، دغه پل د ناړۍ ولسوالۍ د څونه‌ګلې په سیمه کې جوړېږي، چې ۱۴۰ متره اوږدوالی، ۳.۲۰ متره پلنوالی او ۱۷۰ متره نښلونکی سړک لري.

نوموړی وايي، د دغه پل لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي او ټاکل شوې د جوړولو چارې یې په نهو میاشتو کې بشپړې شي.

د ناړۍ ولسوال امین‌الله شهاب د دغه پل د جوړولو د چارو د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې او د خلکو لپاره به ټرانسپورټي اسانتیاووې برابرې شي.

مطالب بیشتر:  واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته؛ ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ تأسیس شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *