ازبیکستان د امو سیند د ساحل د تخریب د مخنیوي لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کوي

ازبیکستان د امو سیند د ساحل د تخریب د مخنیوي لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ازبیکستان ولسمشر د افغانستان په لوري کې د امو سیند د ساحل د استحکام پروژې د پلي کولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي؛ هغه پروژه چې موخه یې د ساحل د تخریب له امله د افغانستان د ځمکو د ویجاړۍ او ضایع کېدو مخنیوی دی.

دا موضوع د سې شنبې په ورځ د لړم ۱۹مه، د بلخ او ازبیکستان د سرخان دریا د واليانو په ګډه غونډه کې مطرح شوې ده.

په یاده غونډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي هم د تازه او وچو میوو د صادراتو او له ازبیکستان څخه نورو هېوادونو ته د توکو د لېږد په برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې شریکې کړې او دواړو لورو د شته ستونزو پر حل هوکړه کړې ده.

همدارنګه افغانستان ته د ازبیک سوداګرو پلاوي د سفر په اړه هم هوکړه شوې، چې موخه یې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان د مڼو او انارو د پېرودلو او وارداتو څېړنه ده. د سوداګریزو همکاریو پراختیا، د ټرانزیټ په برخو کې اسانتیا، او د ځانګړو ریل پټلیو د جوړولو په اړه هم خبرې شوې دي.

مطالب بیشتر:  قطر سره د سوداګرۍ پراختیا هڅې؛ نورالدین عزیزي ته د دوحې سفر بلنه ورکړل شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *