کوربه مسعود مطمین د «آفاق» په دې خبري ټولګه کې د سیاسي چارو له شنونکو توریالي ځاځي او سمیر انګار سره د افغانستان له خاورې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګست پر نیوکو بحث کوي. همداراز، د پاکستان په اړه د یوه امریکایي سناتور پر نیوکو او په ترکیه کې د فولادو پر یوې کارخونې د مرګونې چاودنې په تړاو مهم معلومات وړاندې کوي.