کابل؛ افاق خبري اژانس: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري، د بلخ والي محمد یوسف وفا، د افغانستان په چارو کې د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګشوف په ګډون د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په غونده کې د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شاوخوا دوه میلیارده ډالره په ارزښت سوداګري شوې او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې راتلونکی کال د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.
نوموړي د ازبیکستان له لارې نړیوالو بازارونو ته د افغان محصولاتو د لېږد او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی هم څرګند کړی، او دا یې هم ویلي، چې د ازبیکستان په پوهنتونونو کې به د افغان محصلینو لپاره د کرني، سړک جوړوني او فابریکو د پراختیا په برخو کي د زدهکړو فرصتونه برابر کړي.
د بلخ والي بیا د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د شته ستونزو د هوارۍ او د سیمهییزي همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر هم ویلي، چې افغانستان چمتو دی څو د غوښې او مالدارۍ په ګډون خپل کرنیز محصولات ازبیکستان ته صادر کړي. نوموړي د افغان سوداګرو د مالونو د خوندي او بېځنډه لېږد، د صادراتو د اسانتیا او د غوښې د سوداګرۍ په برخه کې د انحصار د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د ازبیکستان د سرخاندریا والي قاسماف د تازه او وچي مېوې، ډبرو سکرو، غوښې، ژوندیو څارویو، پنبې او درملو په برخو کي د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د روسیې، ترکیې او اروپا بازارونو ته د افغان محصولاتو د لېږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
