د اوکراین د بهرنیو استخباراتو مشر رستم عمروف ویلي، چې اوکراین او روسیې په متحده عربي اماراتو کې خبرې پیل کړې او د دغه هېواد لومړیتوبونه د جګړې پای ته رسول، له جګړې وروسته د باور وړ امنیتي تضمینونو ترلاسه کول، د اوکراین د اقتصادي بیارغونې او د پرمختګ ډاډمنول دي.
نوموړي زیاته کړې، په متحده عربي اماراتو کې به لومړنۍ ناسته د انګلستان، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناټو او اروپایي کمېسیون له استازو او د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر په ګډون ترسره شي او وروسته به یوه دری اړخیزه غونډه د روسیي، اوکرایني او امریکايي چاروواکو ترمنځ ترسره شي.
