په کابل کې د ټکوانډو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د ټکوانډو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د ټکوانډو ملي فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې له څلورو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو په ګدون د تنکيو ځوانانو د   WT ټکوانډو دوه ورځنۍ ازادې سيالۍ پيل شوې دي.

سرچینه زیاتوي، دغه سيالۍ له ننګرهار، غزني، پروان او کابل ولايتونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۱۰ بېلابېلو وزني کټګوريو کې پيل شوې، چې په پايله کې به له هرې وزني کټګورۍ ۴ تنه غوره ورزشکاران وپېژندل شي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، له هرې وزني کټکورۍ لومړي مقام ګټونکي ورزشکاران به د ملي لوبډلې تمريناتي کمپ کې برخه واخلي.

مطالب بیشتر:  د بلجیم او سینیګال د لوبې لنډیز | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *