کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي نثار کریمزي د ایکو اقتصادي سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د افغانستان د نه بلنې په اړه ویلي، د پاکستان دغه اقدام یوازې یوه تخنیکي یا تشریفاتي موضوع نه ده، بلکې تر شا یې سیاسي محاسبه او پرېکړه پرته ده. د نوموړي په باور، پاکستان له دغه فرصت څخه د افغانستان پر اوسني حکومت د سیاسي فشار راوړلو لپاره ګټه پورته کوي.
کریمزی وايي، په سیمه کې وروستیو کړکېچونو، د ټي ټي پي موضوع، په سرحدي سیمو کې پېښو او د پاکستان د پوځي ځواکونو له لوري د افغانستان په خاوره کې بمباریو د کابل او اسلاماباد اړیکې ترینګلې کړې، او پاکستان هڅه کوي د دغو مسایلو له لارې پر اوسني حکومت سیاسي فشار زیات کړي.
دغه شنونکي ویلي، روسیه، چین، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان هغه هېوادونه دي چې په سیمهییزو جوړښتونو کې د افغانستان له فعال حضور سره اقتصادي او ترانزیټي ګټې لري. د نوموړي په وینا، دغه هېوادونه له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او د افغانستان جغرافیايي موقعیت د سیمهییز اتصال او ترانزیټ لپاره مهم ارزښت لري.
کریمزي څرګنده کړې، چې له دې سره سره، د افغانستان د اوسني حکومت د ګډون په اړه د ځینو هېوادونو امنیتي اندېښنې هم شته. د هغه په خبره، پاکستان او تاجکستان د افغانستان د ګډون په اړه ځینې ملاحظات لري او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم په سیمهییزو جوړښتونو کې د افغانستان د ګډون او رول په اړه څرګندونې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایکو اقتصادي سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان د ګډون موضوع د سیمې هېوادونه له دوو اقتصادي او امنیتي اړخونو ارزوي. د هغه په باور، د دغو سازمانونو ډېری پرېکړې د اجماع له مخې کېږي او که یو غړی هېواد هم د یوې پرېکړې مخالفت وکړي، د پرېکړې بهیر له خنډ سره مخ کېدای شي او موضوع بې پایلې پاتې کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان جغرافیايي موقعیت یوازې د دغه هېواد لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره اقتصادي او ترانزیټي ارزښت لري. د هغه په وینا، د پاکستان سوداګري، صادرات او واردات تر یوه بریده د افغانستان له ترانزیټي لارو سره تړلي دي او که د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې تړلې پاتې شي، پاکستان به هم له جدي اقتصادي زیانونو سره مخ شي.
