کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي سمیر انګار له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګست پر وروستیو څرګندونو، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر ماتې، د سیمې پر سیاسي بدلونونو، د روسیې او چین د نفوذ پر پراختیا او د اسلامي امارت پر بهرنۍ تګلارې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو د نړیوالو سیاسي معادلو پر بدلون اغېز کړی او د امریکا سیالانو ته یې په سیمه کې د نفوذ د پراختیا فرصت برابر کړی دی.
انګار ویلي، د امریکا له ماتې وروسته روسیې او چین په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړې. د هغه په وینا، د نړیوال نظم پخوانی جوړښت د بدلون په حال کې دی او په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې برید هم د همدې نړیوالو بدلونونو یوه نښه وه. نوموړي زیاته کړې چې د منځني ختیځ جګړو او د امریکا له ستونزو سره مخ کېدو هم د سیمې پر سیاسي معادلو اغېز کړی دی.
دغه شنونکي د امریکا کانګرس منځنۍ دورې ټاکنو ته په اشارې ویلي، جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې د افغانستان جګړه او له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع بیا مطرح کړي، څو د خلکو افکار مدیریت او د دغې ماتې سیاسي مسؤلیت پر پخوانۍ ډیموکراټیکې ادارې ورواچوي.
انګار د ډونالډ ټرمپ څرګندونو په اړه هم ویلي، چې نوموړی په بېلابېلو غونډو او سیاسي ناستو کې په پرلهپسې توګه د بګرام هوايي اډې موضوع راپورته کوي. د هغه په باور، ټرمپ له دې موضوع څخه د خپلو سیاسي مخالفانو پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ګټه اخلي او غواړي د افغانستان د جګړې د ماتې مسؤلیت د ډیموکراټانو پر غاړه واچوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د بیا حضور توان نه لري. د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې درنه پوځي او سیاسي ماتې تجربه کړې او ورته پوځي حضور ورته بیا اسانه نه دی.
دغه شنونکي زیاته کړې چې امریکا په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ له پراختیا اندېښنه لري؛ ځکه متحده ایالات شاوخوا شل کاله په افغانستان کې پاتې شوی او میلیاردونه ډالر یې لګولي دي. د هغه په باور، اوس د روسیې او چین د نفوذ پراختیا د امریکا او ناټو پخوانۍ ستراتیژۍ او سیمهییزې ګټې له ننګونو سره مخ کړې دي.
انګار په پای کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید د نړیوالو سیاسي بلاکونو ترمنځ د انډول ساتلو تګلارې ته دوام ورکړي. د هغه په باور، افغانستان باید د ختیځ او لوېدیځ په سیالیو کې ښکېل نه شي، بلکې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې وساتي.
