کابل؛ افاق خبري اژانس: په اسلام اباد کې د (مارګلا ۲۰۲۶ ډیالوګ) په غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي کړکېچونو، په سیمهییزو اړیکو کې د هند د رول او د سویلي او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د راتلونکي په اړه بحث شوی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دغه غونډه کې د پاکستان پخواني سناتور مشاهد حسین سید د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد د پالیسۍ بیاکتنې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان په هکله ګړندۍ پریکړې، د سرحدي لارو تړل او د افغان زدهکونکو بېرته ستنول کولای شي د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې لا ترینګلې او کابل هند سره نږدې کړي. هغه د امنیتي ننګونو د حل لپاره د چین، روسیې، ترکیې او ایران په ګډون د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، د ایران چابهار بندر او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) پروژې کې د هند پانګونې ته په اشارې ویلي، چې په سیمه کې ټرانزیټي پروژې باید له یو بل سره سیالي ونه کړي.
د دغې غونډې ګډونوالو د کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژې په ګډون د اقتصادي همکارۍ او سیمهییز اتصال په اهمیت هم ټینګار کړی دی.
