کوربه مسعود مطمین د «افاق خبري اژانس» په دې خبري ټولګه کې، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو درېیو میاشتو پر مهال د وسلهوالو بریدونو او د ۱۴۱۵ کسانو د وژل کېدو، او همداراز پر غزې د اسراییلو د تازه بریدونو په اړه معلومات وړاندې کوي. همداراز، د سیاسي چارو له شنونکي ګلاب سره په پاکستان کې د لاریونونو او امنیتي وضعیت، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د دغو ستونزو د حل پر لارو چارو بحث کوي.