د تدارکاتو کمېسیون د برېښنا شپږ پروژې منظورې کړې

د تدارکاتو کمېسیون د برېښنا شپږ پروژې منظورې کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون وروستۍ غونډه کې  د ۲ میلیارده او ۸۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا شپږ پروژې منظورې شوې دي.
د دغه معاونیت د معلوماتو له مخې، په یادو پروژو کې د ننګرهار د حصارشاهي سب‌سټېشن د ٢٢٠ كيلوولټ لين پراختيا، د جوزجان د يتيم تاق د ګازو فابريكې د ۴۰مېګاولټ امپير سب‌سټېشن جوړول، له اندخوى سب‌سټېشن څخه تر ميمنې سب‌سټېشن پوري د ۱۳۹.۳ کیلومتره لین غځول، د فارياب د دوه سب‌سټېشنونو پراختیا، د SDH  او PABX سیستمونو د تجهیزاتو پېرل او د ارغندۍ – غزني د ٢٢٠ كيلوولټ انتقالي لين څخه تر ميدان وردګ پورې د ۹.۳ کیلومتره لین غځولو پروژې شاملې دي.

سرچینه زیاتوي چې یادې شپږ پروژې د برېښنا شرکت له لوري تمویلېږي.

مطالب بیشتر:  همایون افغان: د کانونو استخراج په برخه کې شاوخوا ۴۰ سترې هوکړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *