امریکا لسګونه افغان کډوال پاکستان ته استوي

امریکا لسګونه افغان کډوال پاکستان ته استوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا این‌بي‌سي نیوز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي، د کډوالو د حقونو فعالانو او د نیول شویو کسانو د کورنیو په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره چمتووالی نیسي، څو لسګونه افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي په یوه ځانګړې الوتنه کې پاکستان ته ولېږدوي.
د راپور له مخې، لږ تر لږه ۸۰ افغانان د امریکا له ۳۴ کډوالۍ توقیف‌ځایونو څخه د لویزیانا ایالت یوه مرکز ته انتقال شوي دي.

په دغو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه. د کډوالو د حقونو فعالان اندېښنه لري چې پاکستان ته له لېږد وروسته ښايي دغه کسان بېرته افغانستان ته واستول شي.

تر اوسه امریکایي او پاکستاني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

مطالب بیشتر:  د راستنېدونکو کډوالو بوږنوونکی وضعیت؛ پر کابل د اسلام‌آباد د فشار راوړلو یوازینۍ وسیله

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *