پکتيکا کې رزمي لوبې ترسره شوې

پکتيکا کې رزمي لوبې ترسره شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: پکتیکا کې د ۵ ولایتونو ترمنځ د ځوانانو يووالي او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په هدف د ځان ساتنې تر نامه لاندې رزمي لوبې ترسره شوې.

د دغه ولایت اولمپيک امريت وايي، د دې لپاره چې ځوانان لا وهڅول شي او د نشه‌یي توکو په مخنيوي کې عامه پوهاوى زیات شي، دا لوبې يې په لاره اچولې، چې په‌کې د کابل، خوست، ميدان وردک، غزني او د پکتيکا لوبغاړو برخه اخيستې وه.

د مسؤلينو په خبره؛ ورزش يواځينۍ لار ده چې ځوانان له نشه‌یي توکو څخه خوندي کوي او ټولنه هم د دغو توکو له شر څخه خلاصوي.

بل لورته لوبغاړي خوښ دي چې په پکتيکا کې ورزش ته پام لرنه کېږي او دا ډول لوبې په لاره اچول شوې دي. د رزمي لوبو لوبغاړي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو مسؤليت بولي او وايي چې ورزش هغه لار ده چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې تر بل هر څه غوره عامه پوهاوى په‌کې ترسره کېږي.

دوى زياتوي، د دې لوبو په مټ دوى نړيوالو ته د افغانستان د غوره امنيت پيغام ورکوي او په ډاګه کوې چې افغانستان يوازې د جګړو نه بلکې د لوبو او ورزش ميدان هم دى.

بلخوا بيا د پکتیکا ځوانان د اولمپيک او ورزش برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي، او زیاتوي چې له دې لارې ځوانان له نشه‌يي توکو ژغورل کېږي.

د يادونې وړ ده چې په پکتيکا کې له دې وړاندې هم د لوبغاړو تر منځ همدا ډول لوبې تر سره شوې دې چې د مسولینو په خبره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په برخه کې یې ښه نتيجه ورکړې ده.

مطالب بیشتر:  د قطر - کاناډا د لوبې لنډیز او تحلیل | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *