کابل؛ افاق خبري اژانس: د نیمروز ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار د دریمې امنیتي حوزې ځواکونو د هغو ۳۰۸ کسانو مخه نیولې چې په غیرقانوني ډول له هېواده وتل او د پیښې په تړاو یې ۹ موټرونه هم ضبط کړي دي.
د دغې قومندانۍ ویاند ګلمحمد قدرت ویلي، یاد کسان هغه وخت نیول شوي چې غوښتل یې په قاچاقي ډول له هېواده ووځي او نیول شوي موټرونه هم د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.
دا اقدام د اسلامي امارت د هغو هڅو برخه ده چې له انساني قاچاق او له هېواد څخه د وګړو د غیرقانوني وتلو مخه نیسي. په دې اړه، د اسلامي امارت د مشر ۱۳۱م فرمان له مخې مسوولې ادارې مکلفوې دي څو له انساني قاچاق د مخنیوي، د عامه پوهاوي لوړولو او د دې پدیدې د عاملینو د محاکمې لپاره همکاري وکړي.
د یاد فرمان له مخې، کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې د وګړو، په ځانګړي ډول ځوانانو د غیرقانوني وتلو مخه ونیسي او د انساني قاچاق عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
