د افاق خبري اژانس په دې خبري مېز کې، کوربه مسعود مطمئن پر افغانستان د پاکستان د بریدونو د څېړنې، پر سعودي عربستان د یمن د حوثيانو د وروستیو بریدونو او د «مسکو فارمټ» د اتمې ناستې په اړه معلومات وړاندې کوي.
سربېره پر دې، د اسلامي امارت له پخواني غړي، سید اکبر آغا سره د «مسکو فارمټ» د ناستې او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د رامنځته شویو کړکېچونو په اړه هم خبرې شوې دي.