امریکايي سناتور کریس ون هولن، ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد لوی نفتي شرکتونه د ایران له جګړې څخه په ګټه اخیستو تورن کړي، په داسې حال کې چې امریکایي وګړي د تېلو د لوړېدو له لګښتونو سره مخ دي.
نوموړي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «له هغه وخت راهیسې چې ټرمپ په ایران کې دا غیرقانوني او بې معنی جګړه پیل کړې، د تېلو په لویو شرکتونو کې د هغه ملګرو ۱۳۰ میلیارده ډالر ګټه کړې ده؛ پهداسې حال کې چې امریکایي کورنۍ د تېلو اضافي لګښتونو له کبله ۱۱۰۰ ډالره لګښت کړی دی.»
ون هولن زیاته کړې چې د انسانانو د ژوند ژغورلو او لګښتونو کمولو لپاره باید دا جګړه پای ته ورسېږي.
