تېرو دوو ورځو کې له پاکستان په جبري توګه د زرګونه افغان کډوالو را ایستلو، پراخې اندېښنې راپورته کړې دي. د راپورونو پر بنسټ، د تورخم له لارې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی. په سیمه کې پرلهپسې بارانونو د راستنېدونکو حالت لا ستونزمن کړی او د استوګنې په ګډون یې، لومړنیو اسانتیاوو ته د هغوی لاسرسی سخت کړی دی.
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې پاکستان د کډوالو موضوع د وسیلې په توګه کاروي او ټینګار کوي چې کډوال باید د جګړې د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د سیاسي چارو شنونکی مقدم امین په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «کډوال باید د جګړې د وسیلې په توګه ونه کارول شي. د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو له مخې، د هغوی حقونه د بشپړ ملاتړ وړ دي. له همدې امله، د پاکستان او افغانستان چارواکي باید د کډوالو د باعزته بېرته ستنېدو لپاره پر یوې مناسبې لارې هوکړې ته ورسېږي، تر څو هغوی وکولای شي په امن او اسانه توګه خپلو سیمو ته ورسېږي.»
د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې د پاکستان له لوري د کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو، د ښه ګاونډیتوب او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په جبري توګه د زرګونو افغان کډوالو ایستل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. که د ډیپلوماسۍ، ښه ګاونډیتوب او انساني او اسلامي ارزښتونو ته درناوی شوی وای، نو له افغان کډوالو سره به داسې چلند نه کېده. له بده مرغه، نن سبا ډیپلوماسي له جدي ننګونو سره مخ ده او په ډېرو مواردو کې یې ځای تاوتریخوالي او جبري اقداماتو نیولی دی.»
د راپورونو له مخې، یو شمېر هغه ماشومان چې تازه له پاکستانه راستانه شوي، د سړې هوا او د مناسبې سرپناه د نشتوالي له امله په ناروغیو اخته شوي دي. مرستندویه بنسټونه د افغان کډوالو وضعیت ته د بېړنۍ پاملرنې پر اړتیا ټینګار او د عاجلو بشري مرستو د برابرولو غوښتنه کوي.
