د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید په اړه د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر، د ۲۰۲۶ کال د راپور شمېرې د دغه وزارت له رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره سمون نه لري.
د نوموړي په وینا، په روان کال کې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کښت پهکې شوی و، له ۲۶ زره هکټارو زیاته ځمکه پاکه شوې.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملګرو ملتونو په راپور کې د ۴۳ زره او ۳۰۰ هکټارو کوکنارو د کښت او شاوخوا ۱۵۰۰ مټریک ټنه تریاکو د تولید اټکل ناسم بللی او له یاد دفتر څخه یې غوښتي چې د خپلو شمېرو سرچینې او د محاسبې تګلاره په مستند ډول روښانه کړي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې نړیوال راپورونه باید د ساحوي شواهدو او کره معلوماتو پر بنسټ چمتو شي او د کوکنارو د له منځه وړلو عملیات په ارزونو کې په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه له ۱۰رزو هکتارو ۴۳زرو هکتاره ځمکې ته لوړه شوې او روان کال په ۱۶ولایتونو کې د کوکنارو کښت شوی دی.
