زېباک کې د نښتو ردېدل؛ د بدخشان امنیه قومنداني: د مخالفینو جګړه نمایشي ده

د بدخشان زیباک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو د نښتو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د دغه ولایت د پولیسو ویاند دا ادعاوې رد او تشې اوازې بللي دي. احسان‌الله کامګار وايي، په دې سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي او په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو نښتو ځینې ویډیوګانې د پاکستان په خاوره کې ثبت شوې دي، خو په ناسمه توګه افغانستان ته منسوبېږي. د زیباک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي امنیتي ځواکونه هم وايي، په سیمه کې امنیت په بشپړه توګه ټینګ دی. په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. له دې وروسته تاسو کولی شئ هره ورځ د «خبري مېز» ټولګه د آفاق خبري آژانس له پلیټ‌فارمونو وګورئ

مطالب بیشتر:  د لوبې لنډیز او تحلیل؛ انګلستان – پاناما | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *