کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان له پنځلس کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې، د فیفا په نړیوال فستیوال کې د هند پر وړاندې ۲ پر ۱ بریا ترلاسه کړه.
افغانستان په یادو سیالیو کې خپلې وروستۍ اووه لوبې د سیرالیون، جیبوټي، سوډان، نامیبیا او هند پر وړاندې ګټلې او د روسیې، ترکیې او تایلنډ پر وړاندې یې ماتې خوړلې ده.
له پنځلس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال فستیوال د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا لخوا رامنځته شوی چې سږ کال د اذربایجان په کوربهتوب ترسره کېږي.
