کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیوال جام په حذفي پړاو کې نامیبیا ته ۶ – ۲ ماتې وکړه او د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې یې له دریو بریاوو او دوه ماتو سره درېیم مقام خپل کړ.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله د یادو سیالیو په لړ خپله بله لوبه نن له هند سره کوي.
د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیوال جام او جشنوارې سیالۍ د ۱۸۹ هېوادونو په ګډون د اوکتوبر له ۲۴مې تر ۳۰مې نېټې د ازربایجان په کوربهتوب ترسره کېږي.
