کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو ۵۸۸ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په دغو کسانو کې ۱۲۰ کورنۍ شاملې دي چې د نوم لیکنې او یو شمېر نور خدمات له ترلاسه کولو وروسته ۶۷ کورنۍ، چې ۳۳۵ کسان پهکې شامل وو، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۸۳ کورنیو نغدي مرسته هم ترلاسه کړې دي.
د راپور له مخې، راستانو شویو کډوالو ته روغتیايي او خوراکي خدمات وړاندې شوي او په ټولیزه توګه ۷۶ سیم کارتونه هم ورته وېشل شوي دي.
