د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي د سړکونو د رغېدو غوښتنې

د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي د سړکونو د رغېدو غوښتنې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ننګرهار شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې ۱۵۰ بېلابېل ډوله فابريکې فعاله دی، چې صنعتکاران يې د فرعې سړکونو ، ويالو او دغه ښارګوتي ته د غځېدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي او له مسوولینو د يادو برخو د  رغونې او د کانالیزاسیون ، چاپېردیوال ، تفریحي پارک او جومات د جوړېدو غوښتنه کوي.

بلخوا دغه پارک ته د تګ راتګ کوونکو وسایطو چلوونکي هم د سړکونو له خرابولي شکایت کوي او وايي چې د دوی وسایطو ته زیانونو اوښتي دي.

د شیخ مصري ښارګوټي کارخونو کې په کاربوخت کارګران هم د سړکونو د خرابوالي له امله د ګرد او غبار زیاتوالي د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکی بولي.

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بیا په يادو برخو کې د لازمو اقداماتو د ترسره کېدو ډاډ ورکوي.

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې ټوټال ۴۵۰ بېلابېل ډوله لوې او کوچڼۍ تولیدي فابريکې فعاله دي، چې ۱۵۰ یې په  شیخ مصري ښارګوټي کې دي.

مطالب بیشتر:  د ایران او امریکا کړکېچ؛ پنټاکون د تهران پر پوځي وړتیاوو اعتراف وکړ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *