د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې ابعاد د هرې ورځې په تېرېدو د پراخېدو په حال کې دي او دې چارې د سیمې او نړۍ اقتصاد تر بل هر وخت زیات ځپلی دی. تازه د یمن حوثیانو په باب المندب تنګي کې د لګېدلې سمندري محاصرې په چوکاټ کې، د سعودي عربستان د نفتو دوې پاکستانۍ بېړۍ بېرته ګرځولې او په دې اقدام سره په نړۍوالو بازارونو کې د هر بېلر تېلو بیه له ۹۱ ډالرو اوښتې ده.
په ورته وخت کې ایران او امریکا د جګړې په یوولسمه ورځ، پر یو بل د سختو ګوزارونو خبر ورکړی دی. د ایران پوځ ویلي، چې د تالندې (صاعقې) عملیاتو په یوویشتم پړاو کې یې، په کوېټ د امریکا د پوځ د مهماتو زېرمې او لوجیستیکي تجهیزات په نښه کړي دي.
د ایران پوځ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د تالندې عملیاتو په یوویشتم پړاو کې، څو ساعته مخکې، زموږ د ویجاړوونکو بېپیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو سره د کویټ د لوېدیځ په الدوحه پوځي اډه کې د امریکا د جنایتکار پوځ د ځمکنیو ځواکونو د قوماندانۍ د مهماتو زېرمتونونه او لوجیستیکي تجهیزات په نښه کړل.»
د امریکا پوځ هم ویلي، چې د تېرې شپې په اوږدو کې یې ایران کې ګڼ اهداف په نښه کړي او زیاته کړې یې ده، چې ایران د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې په هرمز تنګي کې پر تېرېدونو څه باندې ۳۰ بېړیو بریدونه کړي دي.
سنټکام په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې: «د امریکا پوځ د تېرې شپې په بریدونو کې د ایران پوځي عملیاتي مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د الوتکو هنګرونه، د بېپیلوټه الوتکو د زېرمه کولو مرکزونه او د پوځ لوجیستیکي زېربناوې یې په نښه کړې، څو د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره د ایران وړتیا نوره هم کمزورې کړي.»
بلخوا د امریکا د سنا په غونډه کې د جګړې مخالفینو د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هېګېست خبرې پرې او په فلسطین او ایران کې یې د ماشومانو د وژلو بندېدو شعارونه ورکړل.
د امریکا دفاع وزیر په دې استماعیه غونډه کې د ایران د پوځي وړتیاوو په اړه هم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه، چې له شک پرته تهران لا هم پوځي وړتیاوې لري.
پیټ هېګیست ایران سره د جګړې لګښت په اړه ویلي، چې دې دمه ۳۷.۵ میلیارده ډالر لګښت شوی دی. هغه د سپینې ماڼۍ له لوري د ۸۷.۶ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنې له امله، د سناتورانو تر سختو پوښتنو لاندې ونیول شو.
پیټ هېګېست ویلي: «موږ په یوه خطرناکه نړۍ کې ژوند کوو او اوسنی وضعیت زړورو او چټکو اقداماتو ته اړتیا لري. ایران لا هم، بې له شکه، پوځي وړتیاوې لري. تر اوسه د ایران جګړې امریکا ته ۳۷.۵ میلیارده ډالر لګښت لرلی دی.»
اخوا د امریکا ولسمشر بیا ایران سره د جګړې تلفات د افغانستان، عراق، وېتنام او نورو جګړو سره پرتله کړي او ویلي یې دي، چې ایران سره په جګړه کې تر دې دمه یوازې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي، هغه شمېره چې د ده وینا د نورو جګړې په پرتله خورا ټیټه ده.
د ټرمپ دا څرګندونې بیا د امریکایي سیاستوالو له سختو نیوکو سره مخ شوې دي. امریکایي سناتور کریس وان هولن د جګړو په پایته رسېدو کې پاتې بللی او د هغه وروستۍ څرګندونې یې د کرکې وړ بللې دي.
کریس وان هولن د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې: «دا ډېره د کرکې وړ ده چې ولسمشر د ایران په روانه جګړه کې د ۱۸ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو اهمیت کم ښيي او ویاړي چې ګواکې دا جګړه د هغو نورو ناورینزیږو امریکايي جګړو په څېر بده نه ده، هغه جګړې چې ژمنه یې کړې وه هېڅکله به یې تکرار نه کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ ګوتڅنډنې او ګواښونه د هرې ورځې په تېرېدو زور اخلي. وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ په ایران کې د کلنګ تر غره لاندې تاسیساتو د احتمالي برید ګواښ وکړ، د ایران خاتمالانبیا قرارګاه خبرداری ورکړی چې هر ډول نوی برید به د جګړې د پراخېدو لامل شي او د امریکا او د هغې د متحدینو ګټې به د ایران د وسلهوالو ځواکونو د ځواب هدف وګرځي.
