روغتیایي بنسټونو ته د نورجلال جلالي خبرداری؛ د ناغېړۍ په صورت کې مو جوازونه لغوه کوو

روغتیایي بنسټونو ته د نورجلال جلالي خبرداری؛ د ناغېړۍ په صورت کې مو جوازونه لغوه کوو

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په کابل کې د «ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې» په ورکشاپ کې خبرداری ورکړ، چې که روغتیایي بنسټونه په خپلو چارو کې ناغېړي وکړي، نو قراردادونه به یې لغوه کړي. ښاغلي جلالي په دې ورکشاپ کې زیاته کړه، چې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ته یې لارښوونه کړې، څو د موسسو قراردادونه په دقت سره وڅېړي.

د هغه په وینا، ولایتي مسوولین باید د اسنادو په ارزولو سره د خلکو حقونه له دغو مؤسسو وغواړي. د عامې روغتیا وزیر همداراز ټینګار وکړ چې له دې وروسته به د طبي مؤسسو کاري بهیر د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ارزول کېږي.

هغه د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له خلکو د همکارۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې افغانستان او پاکستان لا هم هغه هېوادونه دي چې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې پکې شته.

په همدې حال، د روغتیا نړیوال سازمان استازي په دې غونډه کې وویل، چې د روان کال په لړ کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې کمې شوې او په خبره یې، د روان زیږدیز کال له پیله تر دې دمه یوازې ۳ پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان استازی خوشحال زمان په دې اړه زیاته کړه: «افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې لا هم د پولیو پر وړاندې مبارزه کوي، له بدغه مرغه په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ پېښې او د روان زیږدیز کال له پیله تر دې دمه، درې پېښې ثبت شوې دي.»

سره له دې چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخ نړیوال کمپاینونه روان دي، دا ناروغي لا هم په افغانستان او پاکستان کې په بشپړه توګه نه ده مهار شوې. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال په افغانستان او پاکستان کې لږ تر لږه ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې پایته ورسېده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *