کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما له ایران سره د دغه هېواد پر جګړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغې جګړې امریکا زیانمنه کړې او د توغندیو زېرمې یې کمې کړې دي.
الجزیرې راپور ورکوي چې اوباما دا څرګندونې د کانګرس د منځنۍ دورې له ټاکنو مخکې د جورجیا په مورو ښار کې په یوه کمپایني غونډه کې کړې دي.
نوموړي د ډونالډ ټرمپ له خوا له ایران سره د جګړې د پیل توجیې باندې هم نیوکه کړې او په وینا یې، تهران اټومي وسلې نه لري او د هغه د ولسمشرۍ پرمهال له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د ایران اټومي پروګرام محدود کړی دی.
اوباما همدارنګه ویلي، زه اړ نه شوم چې کوم توغندی وتوغوم؛ ما له ډیپلوماسۍ څخه کار واخیست.
هغه زیاته کړې، د جګړې په پایله کې، د امریکا متحدین او اډې په نښه شوې، یو شمېر امریکایي وکړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د توغندیو زېرمو کې کمښت امریکا له ګواښونو سره مخ کړی او ایران اوس د هرمز تنګي په اوږدو کې د ویټو حق لري چې د تیلو د بیو د لوړوالي یو اصلي لامل دی.
