کابل؛ افاق خبري اژانس: د باوري سرچینو د راپور له مخې، ایران حکومت په دغه هېواد کې د پخوانیو افغان سرتېرو د ملاتړ دفتر تړلی چې د جنرال اکرام الدین سریع لخوا تاسیس شوی و.
یاد دفتر په ایران کې د پخوانیو افغان سرتېرو د ملاتړ او استوګنې اسانتیاوو د برابرو په برخه کې فعالیت درلود.
په ایران کې د پخوانیو افغان سرتېرو د ملاتړ دفتر په داسې حال کې تړل کېږي چې پاکستان د اسلامي امارت له مخالفینو سره د پټو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو اسلام اباد د کابل پر وړاندې د پخوانیو افغان سرتېرو د ملاتړ، تنظیم او وسلو پر ورکړې تورن کړی و.
