د پاکستان له زندانونو ۲۵۲ تنه افغان کډوال ازاد شوي

د پاکستان له زندانونو ۲۵۲ تنه افغان کډوال ازاد شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو ۲۵۲ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، له دې ډلې ۱۵ تنه د سپین بولدک او ۲۳۷ تنه د تورخم له لارې راستانه شوي چې له ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي وو چې په تېره یوه اوونۍ کې ۵۱۷ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

راپور زیاتوي، د افغانانو شاوخوا ۵۶ سلنه نیونې په بلوچستان، ۱۰ سلنه په خیبر پښتونخوا او ۳۴ سلنه په پنجاب کې ثبت شوې دي.

مطالب بیشتر:  د افغان کډوالو لاسنیوي هڅې؛ م.م د راستنېدونکو وضعیت بوږنوونکی بولي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *