د هانګ‌کانګ شپږ اورېزو لوبو کې د افغانستان اتلولي

د هانګ‌کانګ شپږ اورېزو لوبو کې د افغانستان اتلولي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د هانګ‌کانګ د شپږ اورېزو نړیوالو لوبو اتلولي وګټله.
افغان او اسټرالیايي لوبغاړي نن د یادو لوبو په فاینل کې له یو بل سره سیالي وکړه.
د هانګ‌کانګ په شپږ اورېزو نړیوالو لوبو کې ۱۲ لوبډلو ګدون درلود چې افغانستان د عمان، سویلي افریقا او سکاټلینډ پر وړاندې له بریاوو سره فاینل ته لاره پیدا کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د افغان کرکټ لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه درجه ‌بندۍ کې له انګلستان او سریلانکا وړاندې شپږم مقام خپل کړی دی.

مطالب بیشتر:  افغانستان په ۳۷ منډو زیمبابوې ماته کړه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *