کابل؛ افاق خبري اژانس: افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د راشد خان په ځلېدو او د اعجاز احمدزي په اغېزمنې توپوهنې سره، د شل اوریزو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دا لړۍ یې په بریا پیل کړه.
افغانستان د توپوهنې له غوره کولو وروسته، د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې. اعجاز احمدزي ۵۲ منډو سره، شاهدالله کمال په ۴۶ منډو او راشد خان په ۳۰ منډو سره په دغې بریا کې لویه ونده لرله.
زیمبابوې ونه توانېده چې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي او په ۱۹.۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې.
راشد خان په دغو لوبو کې غوره لوبغاړی وټاکل شو او افغان کرکټ لوبډله هم له دې پایلې سره، د دریو لوبو په لړۍ کې ۱-۰ مخکې شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۹مه، په شارجه کې ترسره کېږي.
