په تېرو شپږو میاشتو کې د ۵۹۸،۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

په تېرو شپږو میاشتو کې د ۵۹۸،۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ۵۹۸،۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶میلیارده او ۶۵۶،۶ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د صادراتو۳۷،۳سلنه برخه وچه او تازه مېوه، ۲۲،۹ سلنه طبي بوټي ۲۱ سلنه نفتي مواد او ۱۱،۵ سلنه برخه ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې جوړوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صاداراتو ارزښت ۷۲۴،۲ میلیونو ډالرو ته رسېده چې روان کال د صادراتو په ارزښت کې د تېر کال په پرتله ۱۲۵،۷ میلیون ډالره کموالی راغلی دی.

همدارنګه په تېرو شپږو میاشتو کې د ۱۴۰۴ کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۶،۳ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.

مطالب بیشتر:  افغان – قزاق نندارتون کې ګډون؛ د بازار موندنې او پانګونې جذب لپاره غوره فرصت

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *