د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي په تهران کې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان چارواکو له حضور څو ساعته وروسته پر خپله ایکسپاڼه په عربي ژبه لیکلي، امریکا نه ده توانېدلې چې په سیمه کې د هېڅ هېواد امنیت تضمین کړي. هغه زیاته کړې چې په لویدیځه آسیا کې امنیت باید د سیمې دننه تامین شي.
